د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې ښځینه غړو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ښځینه استازې سره لیدل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۲:۴۷
زهره مطهر احمدزی

د ملي مصالحې عالي شورا د مرستیالې انجنیر زهره مطهر احمدزۍ په مشرۍ د دې شورا د رهبرۍ کمېټې ښځینه غړو د چهارشنبې په ورځ د ( زمري ۶مه) د ملګرو ملتونو سازمان له ښځینه استازې سره خبرې وکړې.

د ملي مصالحې عالي شورا د مرستیالې انجنیر زهره مطهر احمدزۍ په هېواد کې له شته تاوتریخوالي څخه د اندېښنې په څرګندولو سره، له ملګرو ملتونو سازمان څخه افغان مېرمنو ته د ډېر پام غوښتنه وکړه.

ورپسې مېرمن فریدې مومند د سولې په پروسه کې د مېرمنو حضور کم رنګه یاد کړ او زیاته یې کړه، افغان مېرمنې باید د ملګرو ملتونو سازمان په ملاتړ، په مهمو پرېکړو کې سهیمې اوسي.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړې ډاکټر نسرین اوریاخیل سولې ته د طالبانو په نه ارادې او ژمنتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د طالبانو د ډلې جنایتونه او تاوتریخوالی باید مستند سازي شي.

ورپسې زرقا یفتلي په افغانستان کې د تروریستي ډلو په بریدونو د ملګرو ملتونو سازمان په خاموشه پاتې کېدو نیوکه وکړه او وه یې ویل، نړۍ نه باید د ښځو د حقونو او د بشر حقونو ضد بریدونو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شي.

ډاکټر ضیاګل رضایي په افغانستان کې د جنګ په زیانونو په ځانګړي ډول د مېرمنو په ستونزو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د طالبانو فکر د اخلاقي او انساني موازینو خلاف دی او د مېرمنو په حقونو باور نلري، نړیواله ټولنه باید اجازه ورنکړي، چې دا ډله د افغانانو په ځانګړي ډول د مېرمنو په سرنوشت مسلط شي.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو استازې مېرمن کیتلین د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د ښځینه غړو د اندېښنو او پوښتنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د ملګرو ملتونو سازمان په ټوله نړۍ کې د اقلیتونو او مېرمنو له حقونو څخه د دفاع په برخه کې ژمن دی.

نوموړې له افغان مېرمنو څخه د سیاسي او تخنیکي ملاتړ په ډاډ سره زیاته کړه، ټولې مېرمنې باید د لاسته راوړنو او ارزښتونو د ساتنې په برخه کې په یوه صف کې ودریږي، هیڅ ډله د دوی د سرکوب توان نلري او پدې مرحله کې افغان مېرمنو په یووالي غږ اوچتول او ګډ موقف اختیارول حیاتي او سرنوشت ټاکونکی دی.

خبر

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۸:۷
Background image

ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا سفارت له شارژدافیر سره ولیدل

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن یکشنبه د ( زمري ۱۰ نېټه) وروسته له غرمې په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر ښاغلي راس ویلسن سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

پدې. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۳:۲۰
Background image

د ملي مصالحې عالي شورا او د کابل د سولې انسټیټیوټ ترمنځ ناسته جوړه شوه

د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم نن یکشنبه د ( زمري ۱۰ نېټه) د کابل د سولې انسټیټیوټ رییس سردار محمد نادر نعیم او غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

پدې ناسته کې د ملي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۷:۴۱
Background image

چین د سولې د مذاکراتو د دوام او سیاسي هوکړې پلوي کوي

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس د چین له سفیر ولیدل

د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپیدار ماڼۍ کې د چین له سفیر ښاغلي وانګ یو سره ولیدل.

په دې. . .

BACK TO NEWS